هلمند: د لښکرګاه ښار په بابا جي کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي

د هلمند چارواکي وایې چې د لښکرګاه ښار په بابا جي سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

د دغه ولایت د والې ویاند عمر ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې تازه دمې ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او د باباجي سیمې یو شمېر سیمې چې تیره ورځ د افغان ځواکونو له کنټروله وتلې وې بیرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي وویل چې دواړو لورو ته تلفات اوښتي خو د دقیق شمېر په اړه څه ونه ویل، بل لورته د افغانستان دفاع وزارت وایې چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۵۵ وسله وال مخالفان وژل شوې دي.

د دې ادارې مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته وویل، دغه تصفیوي عملیات تیره شپه په هلمند کې ترسره شوي او 85 نور وسله وال مخالفان پکې ټپيان شوې دي.

په دې اړه د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وسله والو مخالفانو یو شمیر قومندانان او یولس بهرني جنګیالي په وژل شوو کې شامل دي.

په یوه بل امنیتي خبر کې اوری چې د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وسلو یو موټر نیولی دی چې پنځه ویشت میله کاشینکوفونه او ۱۲۵ شاجورونه او یوه دهشکه په کې وه.