په کابل کې د هند سفیر د خپل هېواد له لوري د افغان حکومت د هغو پالیسو ملاتړ وکړ چې د امنیت او ثبات په هدف یې جوړې کړي دي.
د ملي امنیت شورا په خبر پاڼه کې راغلي چې امرسینها د دې شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره اقتصادي او نورهمکاریو ته دوام ورکوي.
ښاغلي اتمر د هند له سفیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې افغانان د هندوستان همکاریو ته اړتیا لري.
د ملي امنیت شورا سلاکار همدارنګه ویلي چې په سیمه کې دومدار ثبات هغه وخت راتلی شي، چې د سیمې هېوادونه په صادقانه توګه په ګډه له تروریزم سر په مبارزه کې همکاري وکړي.
ښاغلي اتمر نن د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي سفیر سره هم کتلي او ورته ویلي یې دي چې د افغانستان پوځ لا هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.