د افغانستان بریښنا شرکت دپوروړو کسانو نومونه افشا کړل

د افغانستان بریښنا شرکت د هغو کسانو نومونه افشا کړل چې په ملیونونه افغانۍ له دې شرکت نه پورړوي دي.

د بریښنا شرکت تجارتي مسوول میرویس عالمي نن خبریالانو ته وویل چې په دغو کسانو کې پخواني قومندانان،دولتي چارواکي، وزارتونه او د ځنیو رسنیو ادارې او ځورواکي کسان شامل دي.

بریښنا شرکت د دغو کسان بشپړ لست رسنیو ته ورکړی .

د دغه لست په اساس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت 20 ملیونه افغانۍ، د پخواني جهادي قومندان بابا جان ورور 2 میلیونه افغانۍ او جمهوري ریاست ته کاندید او ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شیرزی شاوخوا ۳ ملیونه افغانۍ پوروړي دي.

په دې لست کې د یو شمیر نورو کسانو نمونه هم اخیستل شوي چې د ازادي راډيو په راتلونکو خپرونو کې واورئ.