د ولسي جرګې اکثرو غړو د هېواد د امنیتي وضعېت په خرابیدو اندېښنه څرګنده کړه.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې اداري پلاوي ټینګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت مشران باید د امنیت د ټینګښت لپاره هڅه وکړي.
همدارنګه د جرګې نورو غړو بیا له حکومته وغوښتل چې نور باید د کندز او غورماچ پیښې په هېواد کې تکرارې نشي.
یوه ورځ وړاندې مشرانو جرګې هم د هېواد امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بللی وو او ویلې یي وو چې د امنیت د ټینګښت په هدف به د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره وګوري.