د امریکا کانګریس په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر په افغانستان کې له۲۰۱۶ کال وروسته د پینځه نیم زره سرتیرو د پریښودلو په اړه د ولسمشر اوباما د پریکړې هرکلی کړی.
خو میچ مک کونل وايې، د ده پیشنهاد دا دی چې لږترلږه لس زره امریکايې سرتیري باید په افغانستان کې پاتي شي.
نوموړي ویلي دا خبره چې امریکايي سرتیري به له افغانستانه ووځي، د طالبانو روحیه لوړوي.
میچ مک کونل او څلورو نورو امریکايې سناتورانو په دې وروستیو کې له افغانستان،عراق،اردن او اسراییل نه کتنه کړې ده.