د اوکرایین د ډونیڅک څخه د ټانکونو او سپکو وسلو ایستل پیل شوي

د اوکرایین حکومتي ځواکونه او روسي پلوه بیلتون غوښتونکي وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې د ډونیڅک سیمې د جګړې له لومړیو کرښو څخه یې د ټانکونو او سپکو وسلو ایستل پیل کړي دي.

د اوکرایین د پوځ ویاند ویلي چې دغه لړۍ د سه شنبه په ورځ پیل شوې او اوس هم دوام لري.

په دونیڅک سیمه کې د بیلتون پالو یوه مشر ادوارد باسورین فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د قواوو ایستل له دیبالڅیف ښار او شاوخوا سیمو څخه پیل شوي دي.

دا هغه ښاردی چې د یاغیانو په ولکه کې دی او د جګړو په ترڅ کې وران شوی دی.

په وروستیو اونیو کې د اوکرایین په ختیځ کې جګړې ترډیره د سپتمبرمیاشتې د توافق پراساس د یوه نوي اوربند سره پای ته ورسیدلې.