جګپوړی امریکایي پوځي چارواکی نن عراق ته ورسید، څو د اسلامي دولت ډلې پرضد د جګړې په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.
جنرال جوزیف ډنفورډ وروسته تردې چې د اکتوبرپه لومړۍ نیټه د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز شو، دا یې عراق ته لومړی رسمي سفر دی.
ډانفورډ د عراق د کردستان په مرکز، اربیل کې کوز شو، څو د کردستان له مشر مسعود بارزاني سره وګوري.
د امریکا د لوی درستیز ویاند وویل، چې جنرال ډانفورډ به د عراق د حکومت له چارواکو او امریکایي قوماندانو سره هم خبرې وکړي.
ډانفورډ هغو خبریالانو ته چې په دې سفر کې ورسره دي، وویل، دی د اوس لپاره د دې سربیره چې په وروستیو کې ځینو راپورونو ویلي و چې بغداد له روسیې د داعش پر ضد د هوایي بریدونو د ترسره کیدو غوښتنه کړې وه، دې ته اړتیا نه ویني چې روسیه په عراق کې هوایي بمباري وکړي.
ډانفورډ وویل، عراقي مشرانو امریکايي چارواکو ته ویلي دي چې دوی له روسیې د هوايي بریدونو د مرستې غوښتنه نه ده کړې.