د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون وايي چې د انتخاباتي کمیسیونونو د کمشنرانو د غوراوي په کمیټه کې دا ځل د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازي نه دي شامل.
د دغه کمیسیون یوې غړې ډاکترې عالمې د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملي شورا استازي ځکه په دغه کمیټه کې نه دي شامل شوي چې په یو ډول دوی په انتخاباتو کې شریک دي.
د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون وايي چې راتلونکې یوې اونۍ پورې به د غوراوي کمیټه خپل کار پیل کړي.
د دغه کمیسیون یوه غړې ډاکټرعالمه وایي، دا ځل به د انتخاباتي کمیسیونونو د غوراوي په کمیټه کې د دولتي ادارو او مدني ټولنو دواړو استازي شامل وي.
میرمن عالمې د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کمیټه کې به د افغانستان د بشرد حقونو د خپلواک کمیسیون، د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو، د رسنیو، سترې محکمې، پر اساسي قانون د څار د کمیسیون او د اداري اصلاحاتو د ادارې استازي او ریسان ګډون ولري.
خو د دې په وینا چې دا ځل به د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازي د غوراوي په کمیټه ګډون ونه لري:
((په پخواني قانون کې د مشرانو جرګې او ولسي جرګو ریسان هم د کمیټې غړي وو، خو د لازیات شفافیت په هدف او له دې امله چې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې په انتخاباتو کې تر ډېره د هغو کسانو په طرف وي چې ګټې یې په کې نغښتې وي نو ځکه د غوراوي په نوي کمیټه کې دوی غړیتوب نه لري.))
تر اوسه ولسي جرګې او مشرانو جرګې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی چې ولې د کمیشنرانو د غوراوي په کمیټه کې د دوی استازو ته ځای نه دی ورکړل شوی.
په ۱۳۹۲ کال کې چې د انتخاباتو د کمیسیونونو د کمیشنرانو ټاکلو ته د غوراوي کومه کمیټه ټاکل شوې وه، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مشرانو یې هم غړیتوب درلود.
هغه مهال د غوراوي کمیټې د سلګونه کسانو له ډلې ۲۷ کسان غوره او ولسمشرته یې معرفي کړل څو د هغوی له منځه ۹ تنه د کمیشنرانو په توګه وټاکي.
که څه هم د انتخاباتي اصلاحاتو ټینګار پر دې دی چې د انتخاباتي کمیسیونونو کمیشنران بدل کړي، خو له دې وړاندې د یادو کمیسیونونو مشرانو او کمیشنرانو ویلي چې دوی د پنځه کلنې کارې دورې لپاره ټاکل شوي او څوک یې د لرې کولو صلاحیت نه لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ په دې ډول د انتخاباتي کمیسیونونو د کمشنرانو د غوراوي د کمیتې له جوړښته هرکلی کوي؛ وايي چې په دې ډول سره مدني ټولنو ته هم په کمیټه کې مناسب حق ورکړل شوی دی.
خو یاد بنسټ د هرکلي ترڅنګ یو شمېر اندېښنې هم شریکوي.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجراییوي ریس یوسف رشیدي:
((زموږ یو اندېښنه په دې کې ده چې دا کوم خلک چې غوښتنلیکونه وړاندې کوي لست یې باید له خلکو سره شریک شي، دوی په خپله طرحه کې دا موضوع نه ده راوستی او موږته یې دلیل دا و، چې دا به د غوراوي کمیټه خپل طرزالعمل کې شامل کړي، دا ډېره مهمه ده ځکه که سبا کمیسیون وايي چې موږ ته دوه سوه یا درې سوه کسانو مراجعه کړې وه او موږ دغه څو کسه ولسمشرته لست کې وړاندې کړل نو خلک به څه وايي چې دغه خلک په کومو دلایلو سره انتخاب شول.))
ښاغلی رشیدي دغه شان خپله بله اندېښنه د کمشنرانو د کاري مودې په اړه د معلومولو موضوع یادوي وايي چې واضح نه ده چې دا صلاحیت له یادې کمیټې سره خوندي دی او که نه ولسمشر ته دا واک سپارل کېږي.
په ورته وخت کې د چارو یو شمېرکارپوهان او خلک وايي چې پکار ده دا ځل د انتخاباتي کمیسیونونو د کمشنرانو د غوراوي کمیټه په ډېردقت سره انتخاب وکړي او دا شان کسان غوره کړی چې هم مسلکي وي، هم بې پرې او هم د هېواد ملي مسایلو ته ژمن وي.