په جرمني کې د پګیډا په نوم د سخت دریځې غورځنګ پلویانو لاریونونه وکړل

په جرمني کې د پګیډا [PEGIDA] په نوم د سخت دریځې غورځنګ پلویانو او مخالفانو پرون [دوشنبه] لاریونونه وکړل.

پګیډا جرمني ته د کډوالو له ورتګ سره سخت مخالفت لري.

د پګیډا ګڼ شمېر پلویان او مخالفان پرون د جرمني په درسدن ښار کې لارو اوکوڅو ته را وتلي وو.

د دې غورځنګ پلویانو پرون د خپل مخکني لاریون کلیزه ولمانځله.

پولیسو ویلي چې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و، خو د پګیډا د پلویانو او مخالفانو ترمنځ خال – خال نښتې شوې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د پګیډا حرکت غندلی او پرخلکو یې ږغ کړی چې د پګیډا په ملاتړ په لاریونونو کې له ګډونه ډډه وکړي.