په جوزجان کې وسله والو یو قومي مشر صحرايي محکمه کې وژلی

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو یو قومي مشر صحرايي محکمه کې وژلی دی.

د جوزجان د امنیت مشرعبدالحفیظ خاشي پرون [دوشنبه] ازادي راډيو ته وویل، وسله والو کسانو دا سړی چې ۷۰ کلن وو، د شبرغان او مزارشریف پرلاره نیولی او بیا یې په منګجیک ولسوالۍ کې [تیرباران] کړی دی.

ښاغلي خاشي د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې دا سړی محمد امین نومیږي او وسله والو د هغه زوی تښتولی دی.

د خاشي په وینا، وسله والو طالبانو دا سړی ځکه وژلی چې د کورنۍ یو غړی یې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو غړی وو.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې څه نه دي ویلي.