د ملي امنیت عمومي ریاست پنځه تنه د ترورستي فعالیتونو په تور نیولي دي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پنځه تنه د ترورستي فعالیتونو په تور نیولې دي.

دې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په تخار ولایت کې نیول شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوي کسان له دې وړاندي د ترور، د سړګ غاړي ماینونو په ځای پرځای کولو او د ښوونځيو په سوځولو کې لاس درلود.