د فاریاب په اندخوي ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱نور ټپیان دي.
د اندخوي ولسوال سلطان سنجر ازادي راډيو ته وویل چې دا پیښه په یوه ریکشا کې د چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله شوې.
نوموړي وویل چې د چاودنې هدف د دوو قومندانانو موټر وو چې هغوي ته په کې زیان نه دی اوښتی.
سره له دې چې ولسوال د دې پیښې مسول طالبان ګڼي خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.