میدان وردګ: سلګونه بهرني وسله وال په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوي

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي تاییدوي چې سلګونه بهرني وسله وال د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې ځای پرځای شوي دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید د دغو وسله والو د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

په ولسي جرګه کې هم د میدان وردګو د امنیت موضوع یاده شوه او یو شمېر وکیلانو وویل چې وسله وال مخالفین هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د حکومت د وسلو یوه زیرمه تر خپل کنټرول لاندې روالي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا په میدان وردګو کې د بهرنیو وسله والو د شتون خبر نه رد او نه هم تاییدوي.