کري: اسراییل او فلسطینیان دې د”بې معنی“ تاوتریخوالو د بندولو لپاره چټک ګامونه واخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پر اسرایلو او فلسطینیانو غږ کړی دی چې په اسراییلو او لویدیځه غاړه کې دې د اوسنیو ”بې معنی“ تاوتریخوالو د بندولو لپارهچټک ګامونه واخلي .

جان کري په مادرید کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال وویل، دا ډیره مهمه ده چې ددې اونۍ په خبرو کې اسراییلي او فلسطیني مشران د اقصی د مسجد د شا او خوا وضیعت روښانه کړي او د تاوتریخوالي د ارامولو لپاره په اقداماتو سلا شي .

تر اوسه پورې په سیمه کې د روانو ناکراریو په ترڅ کې څلویښت فلسطینیان او اته اسرایلیان وژل شوي دي .

جان کري ویلي اسراییل حق لري چې د پرلپسې بریدونو څخه خپله دفاع وکړي.

ټاکل شوې ده چې ددې اونۍ په وروستیو کې به جان کري په برلین کې د اسرایلو له صدراعظم نتنیاهو سره وګوري همدارنګه د اونۍ په رخصتیو کې به د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په اردون کې خبرې وکړي .