عزیزه رحیم زاده د مهاجرینو له کمپه تر نړېوالې جایزې

په نننۍ نیمه نړۍ کې له یوې افغانې پیغلوټې سره غږیدلي یو چې په نړېواله کچه د ماشومانو په برخه کې د سولې جایزې ته کاندیده ده، دا چې دا څنګه دې جایزې ته کاندیده شوې ده او د ماشومانو لپاره یې کوم کارونه کړي دي په خپرونه کې به واورئ.

۱۴ کلنه عزیزه له خپلې کورنۍ سره له لسو کلونو را په دیخوا د مهاجرو په یوه کمپ کې له خپلې کورنۍ سره ګډ ژوند تیروي؛ د دوی کورد خاورو امبارونو څنګ ته اباد دی دوه وړې خاورینې کوټې او د نړۍ په کچه ترټولو ساده او ابتدایې کور دی چې عزیزه په کې ژوند تیروي،خو عزیزه رحیم زاده ټینګ او غښتلی عزم لري.

د کمپ ماشومانو لپاره ډیرې هلې ځلې کوي، د زده کړو زمینه ورته برابروي او د څښاک پاکې اوبه، عزیزه په ۱۱ټولګې کې درس وایي، خو دا چې څنګه توانیدلې په دومره واړه عمر کې دومره کارونه وکړي دا راته خپله کیسه کوي وایي:

کله چې زموږ کمپ ته سرکس راغی او زه یې غړې شوم نو په سرکس کې د ماشومانو لپاره یوه شورا جوړه شوې وه چې ما هم په کې ګډون وکړ او د ماشومانو ځیني مشکلات مې یاد کړل.

عزیزه وایي، کله چې په سرکس او کمپ کې له ماشومانو سره یوځای یم نو تل ورته وایم چې تاسې هم لکه مشران حق او حقوق لرئ او همداسې چې لویان غوښتنې لري تاسې یې هم لرئ، دا د هغو کارونو یادونه هم کوي چې په کمپ کې یې ماشومانو او کورنیو ته کړي دي.

عزیزه رحیم زاده د سرکس ادارې له خوا د ماشومانو د سولې دغې جایزې ته کاندیده شوې ده دا جایزه د ماشومانو د حقونو د موسسې له خوا هغه چاته ورکول کیږي چې د ماشومانو د حقونو لپاره یې کار کړی وي.

عزیزه د دې جایزې په اړه وایي هغه کارونه چې ما د کمپ د ماشومانو لپاره کړي دي دې جایزې ته کاندیده شوې یم،دوه نور رقیبان هم لرم چې د لایبریا او پورتوریکو له هیوادونو څخه دي،دا وایي ډیر اطمینان لرم چې دا جایزه به زه ګټم.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ