ولسي جرګې نن فیروز الدین فیروز او بازمحمد احمدي استجواب کړل

ولسي جرګې نن د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د کورنیو چارو وزارت د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال استجواب کړي دي.

د ازادي راډيو خبریال وایې چې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د جرګې غړو ته وویل چې د بودجې کمښت د دې سبب شوې ترڅو د معتادینو د درملنې لپاره د دوې طرحې عملي نشي.

نوموړي ویلي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د معتادینو د درملنې لپاره 115 مرکزونه جوړ شوي چې ۲۷ یې په کابل کې دي.

ټاکل شوې چې د عامې روغتیا له وزیر وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي د جرګې غړو ته په دې اړه توضیحات ورکړي.

دغه کسان په داسې حال کې استجوابیږي چې په کابل کې په نشه یي موادو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي.