د بې پولې ډاکټرانو مشر وايي په کندزې کې د دوی پر روغتون حمله تېروتنه نه وه

د بې سرحده ډاکټرانو مشر وایي، د هغې هوایي حملې څرنګوالي ته په پام سره چې امریکایي ځواکونو په کندز کې د دوی پر روغتون وکړه؛ هغه یوه تېروتنه نه وه او باید دا پېښه د جنګي جرمونو له پلوه وڅیړل شي.
د بې پولې ډاکټرانو لوی مشر کریستوفرسټاکس وایي؛ په کندز کې د دوی پرروغتون د حملې پراخوالي او دقیق ویجاړي ته په پام سره د امریکا د پوځ پرهغې ادعا شک کیږي چې ویلي یې دي دغه بمبارد په تېروتنه شوی دی.

د بې سرحده ډاکټرانو مشر چې د جمعې په ورځ یې په کندز کې له خپل ویجاړشوي روغتونه کتنه وکړه؛ له اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې دغه حمله چې د اوکتوبر د میاشتې په درېیمه نېټه وشوه او د بې سرحده ډاکټرانو د دولسو کارکوونکو په ګډون دوه ویشت کسان په کې ووژل شول؛ باید د جنګي جرم په توګه وڅیړل شي.

امریکایي ځواکونو پردغه روغتون هغه مهال حمله وکړه چې افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو د کندزښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي وو.

وسله والو طالبانو د کندزښار له دغې پیښې څه کم یوه اونۍ مخکې نیولی و.

د اسوشیېټډپرېس خبري اژانس په وینا؛ د طالبانو پرضد عملیاتو کې د امریکا پوځي سلاکارانو هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړکاوه.

د امریکا ولسمشربارک اوباما د دغې حملې له امله له دغې مرستندویه ټولنې بخښنه وغوښته او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل هغه یوه تیروتنه بللې او ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونو ورڅخه د هوایي بمبارد غوښتنه کړې وه؛ خو په دې اړه یې چې څه پیښ شول او چا دغې حملې ته اجازه ورکړه؛ زیات جزیات نه دي ورکړي.

د امریکا پوځ په دې اړه څیړنه کوي چې ابتدایي نتیجه به یې ښایي په راتلونکو ورځو کې څرګنده شي.

د بې سرحده ډاکټرانو مشرچې د سوځول شوي روغتون په انګړکې ولاړو اسوشیېټډ پرس ته وویل؛ که څه هم موږ ټول لازم معلومات د جګړې ښکیلو خواو ته ورکړی و او هم مود روغتون دقیق موقعیت ورته ښودلې و؛ خو پرهغه له مخې او شا پرله پسې بریدونه وشول چې په نتیجه کې یې ډیره وراني رامنځ ته شوه.

ښاغلي سټاک زیاته کړه، د بمبارد پراخوالی او دقیق وییجاړی دا نه ښیي چې دابه په تیره وتنه شوې وي. د هغه په وینا د افغان، امریکایي او ناتوچارواکو څخه د پرله پسې تماسونو سره سره چې بمباري ودروي؛ پرروغتون څه باندې یوساعت بمبارد وشو.

د بې سرحده ډاکټرانو لوی مشرچې د دغې پیښې په اړه یې د یوې خپلواکې څیړنې غوښتنه کړې اسوشیېټډ پرطس ته وویل چې دغه مرستندویه ټولنه د یوه روښانه وضاحت غوښتونکې ځکه ده چې ټول علایم او شواهد د دې څرګندونه کوي چې له نړیوال بشري قانون څخه جدي سرغړونه شوې او هغه جنګي جنایت ګڼل کیږي.

افغان چارواکو په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې او ویلې یې دي چې د پیښې په اړه د څیړنې بشپړیدو ته انتظارباسي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال ظفرهاشمي د شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د دغې پیښې په اړه د امریکا د پوځ او هم د ناټو او افغان ګډو څیړنو چې ترسره کوي یې؛ باورلري.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې هغه ادعاوې چې وایي؛ په روغتون کې طالبانو سنګرنیولی و؛ په کلکه رد کړي دي. د دغې ټولنې لوی مشر یو ځل بیا پردې خبرې تاکیدو وکړ چې روغتون ته یې وسله وال طالبان نه وننوتلي او خپلو کارکونکو او ساتونکو ورته ویلي چې د جګړې په مهال دوی پرروغتون ښه کنټرول لاره.

ښاغلي سټاک وویل چې د دغې پیښی په مهال د دغې مرستندویه ټولنې ۷۰ کارکوونکي او له سلوزیات ناروغان د روغتون دننه ول.

د کندز د پیښی په اړه د حقیقت موندنې نړېوال کمیسیون فعاله شوی او د امریکا او افغانستان د حکومتونو موافقې ته اړتیا لري چې خپله څیړنه پیل کړي.

په دغه ۱۵ کسیز کمیسیون کې ډیپلوماټان؛ پخواني پوځي افسران او ډاکټران شامل دي.