په سوریه کې د القاعده شبکې یو مهم غړی له دوو ملګرو سره وژل شوی

له سوريې څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې په يوه هوايي حمله کې د القاعده شبکې يو مهم قوماندان له دوو نورو جنيګاليو سره يوځاى وژل شوى دى.

دا لا څرګنده نه ده چې ايا دا حمله د امريکا په مشرۍ د ائتلاف لا خوا شوې که د روسيې جنګي الوتکو کړې ده.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى وايي عبدالمحسن عبدالله ابراهيم الچارخ د پنج شنبې په ورځ د سوريې شمالي ښارګوټي دانا ته نژدې وژل شوى دى.

د سعودي عربستان دغه تبعه په سنافي النَصر مشهور و.

راپورونه وايي د سعودي عربستان بل سخت دريځى او يو په مراکش کې په القاعده پورې د تړلې جبهې النُصره غړى هم په دې هوايي حمله کې وژل شوى دى.

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله چې په سوريه کې د فعالانو له شبکې راپورونه ترلاسه کوي وايي له دې حملې د سخت دريځو وسلوالو يو مصرى قوماندان بچ پاتې شوى دى.

دغه اداره وايي څلور واړه کسان د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري له خوا سوريې ته لېږل شوي وو.