مشرانو جرګه: امریکا باید افغان ځواکونه تجهیز او تمویل کړي

د افغانستان مشرانو جرګې له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاته کېدو ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه هم تجهیز او تمویل کړي.

د مشرانو جرګې غړو نن د دغه جرګې په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ؛ که چېرې امریکا په افغانستان کې د امنیت ټینګښت غواړي؛ نو باید د افغان سرتیرو د تمویل او تجهیز په برخه کې پوره همکاري وکړي.

هغوی په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال وروسته د پنځه نیم زره امریکایي عسکرو پاته کېدل د امنیت ټینګښت ته کافي ونه بلل.

مشرانو جرګې همدارنګه له امریکا وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو دغه هېواد په افغانستان کې له خپلو لاسوهنو ډډه وکړي.