د واشنګټن پوسټ بندي خبريال جېسن رضاييان په تهران کې له جدي تورونو سره مخامخ دى

د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي؛ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بندي خبريال جېسن رضاييان په تهران کې له جدي تورونو سره مخامخ دى.

خو جواد ظريف پرون وويل چې دى هڅه کوي؛ د بشرپالنې له مخې دغه قضيه حل کړي.

په تهران کې يوه امنيتي کنفرانس ته د وينا؛ پر مهال جواد ظريف وويل: ”د دې تورن کس مساله قضايي پروسه ده؛ خو موږ هڅه کوو چې حل يې کړو.“

رضاييان څه باندې يو کال کېږي چې د جاسوسۍ په تور په ايران کې بندي دى. دى په وروستيو کې د تهران د يوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.

د ايران چارواکو د اعدام د دې حکم په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

٣٩ کلن جېسن رضاييان چې ايرانى الاصله امريکايي دى وايي؛ له سره هم د دې حکم جزئيات نه دي شريک شوي دي.