کندهار کې ترافیکې پیښې ۱۳ښځې او ۱۱ماشومان ټپیان کړل

نن ماښام د کندهار ښار د شپږمي حوزې په سیمه کې د واده کاسټر موټر د یوه ټیلر موټر سره ټکر شوی چې په نتیجه کې يې دیارلس ښځې او یوولس کوچنیان ټپيان شوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي رادیو ته وویل چې دغه پیښه دقیقاً د پنجشنبې په ماښام اته بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د ښځو او ماشومانو ډک کاسټر موټر چې د واده په ورا کې روان وو، د یوه ټیلر موټر سره ټکر وکړ .

د نوموړي په وینا په دغه ترافیکي پیښه کې دیارلس ښځې او یوولسکوچنیان ټپيان شوي چې د درملنې لپاره د دې ولایت میرویس روغتون ته انتقال شوي.

د والي د ویاند په وینا دغه پیښه د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ په وجه رامنځته شوې چې د پولیسو له خوا دواړه موټر چلونکي نیول شوي دي.