اوکراین د م.م د امنيت په شورا کې د غيردايمي غړيو چوکۍ ترلاسه کړې

اوکراین له څلورو نورو هېوادونو سره د ملګروملتونو د امنيت په شورا کې د غيردايمي غړيو چوکۍ ترلاسه کړې.

په دې ډول، اوکراين اجازه تر لاسه کړه چې د دې هېواد د بحران په اړه له روسيې سره له ډپلوماټيکو لارو خبرې وکړي. روسيه په دغه شورا کې دايمي غړيتوب او همداراز د ويټو حق لري.

د اوکراین ترڅنګ مصر، جاپان، سينيګال او يوروګوای وکولای شوو چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غیر دايمي غړيتوب د ۲۰۱۶م او ۲۰۱۷م کال لپاره تر لاسه کړي.

د دې هيوادونو دندې به د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې پيليږي.

دغه پنځه هېوادونه د ليتوانيا، چلي، اردن، چاډ او نايجيريا ځای ناستي شول.

يوازي پنځه هيوادونه يعني امريکا، برتانيه، روسیه، چېن او فرانسه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دایمي غړيتوب لري او د ويټو حق هم لري.