ولسمشراشرف غني په افغانستان کې د امریکا د ماموريت په اړه د دې هئواد د اخري پرېکړې هرکلی وکړ.
ښاغلي غني د امریکا د ولسمشر له خوا د دې اعلان يوڅو ساعته وروسته د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل: په راتلونکي کې به امريکايي ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنه او ملاتړ او همدا راز د تروريزم پر وړاندې پر مبارزه تمرکز کوي:
((امریکا یو باثباته افغانستان په خپله او د نړۍ په ګټه بولي. دلته پاتې کيږي ځکه چې دا يې د حکومتدارۍ په برخه کې د ملاتړ او اقتصادي پياوړتياوو په برخه کې له ژمنو څخه دي.))
افغان ولسمشر ټينګار وکړچې افغان امنيتي ځواکونه نظامي وړتياوې لري او کولای شي د خپل هېواد په بشپړه توګه دفاع وکړي.
په بروکسل کې د ناټوعمومي منشي ينس ستولتنبرګ هم په افغانستان کې د امریکايي مامورت د تمديد هرکلی وکړ او دا پرېکړه يې د افغانستان په ګټه وبلله.
د ده په وينا، ناټو هم په راتلونکو څو اوونيو کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت په اړه موافقه کوي.