د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپلو کې ژمنه کړې چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد به جګړه تیزوي او د سوریې د حکومت منځ لارې مخالفان به پیاوړي کوي.
دواړه مشرانو په انقره کې د هغې لویې بمې چاودنې څخه وروسته خپلو کې پرون ټیلفوني خبرې وکړي چې نهه نوي کسان په کې ووژل شوي او ترکي چارواکو یې پړه د اسلامي دولت پر وسله والې ډلې اچولې.
راپورونه وايي چې دواړو مشرانو خپلو کې د داعش پرضد د ګډو هڅو په اړه خبرې کړي.
دا ټیلفوني خبرې د ترکېې د هغه شکایت وروسته شوې چې وايي، هغه وسلې چې د امریکا متحده ایالات یې د سوریې یاغیانو ته ورکوي د کردستان د کارګر کوند یا(پي،کې،کې) لاسونو ته غورځیدلی شي چې هغوی یې د ترکېې پرضد کاروي.
سپینې ماڼۍ ویلي دواړه مشران په ترکېه کې د کردستان د کار ګرګوند وسله والو د بریدونو د چټک بندیدو پر اړتیا سلا شول.