اسراییل په بیت المقدس کې د فلسطینیانو د استوګنې سیمو ته په لارو کې خنډونه جوړ کړي

اسراییل په ختیځ بیت المقدس کې د فلسطینیانو د استوګنې سیمو ته په لارو کې امنیتي خنډونه جوړ کړي او د فلسطینانو د چړو په ذریعه د حملو د مخنیوي لپاره یی د هېواد په مختلفو برخو کې سرتیري ځای پرځای کړې دي.

په یوې وروستې پیښه کی پرون یوه فلسطیني د بیت المقدس د بسونو د مرکزې اډې مخې ته یوه اویاکلنه ښځه په چړې ټپي کړه چې وروسته یوه اسراییلي افسر برید کوونکی په ډزو وواژه.

مخکې یو بل فلسطیني چې هڅه یې کوله د بیت المقدس د زاړه ښار یو پولیس په چړې ووهي په ډزو وژل شوی و.

د فلسطیني اداري مشرمحمود عباس د چهارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې چې په رام اله کې خپره شوه، وویل:

((موږ به په نیول شوي فلسطین کې د دې اوسني وضعیت دوام نور ونه زغمو. موږ به د تیري کوونکي ځواک او سیاسي تګ لارو ته تسلیم نه شو، چې اسراییلي حکومت او خلک یې پلی کوي.

دوی زموږ د خلکو، مقدساتو، کورونو او ونو پرضد ترور کوي او زموږ د ماشومانو ویني بهوي.))

دا شخړې وروسته تردې د فلسطینیانو له لوري زیاتې شوې چې دوی د اقصی د جومات په ساحه کې د اسراییل هلو ځلو ته په قهر شول.

یهود هم همدغه سیمه سپیڅلې ګڼي او وایي چې دلته د دوی دوه عبادتځایونه ړنګ شوي دي.

د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د دې شخړو پرمهال اووه اسراییلیان او دوه دیرش فلسطینیان وژل شوي دي.