سپینې ماڼۍ د روسیې هغه وړاندیزچې صدراعظم دیمیتري میدویدییف یې په په سوریه کې د پوځي همکارۍ په اړه د خبرو لپاره متحده ایالتونو ته استاوه، رد کړ او هغه یې د وراخطایي نښه وبلله.
له امریکاڅخه د میدویدییف د کتنې وړاندیز د روسیې ولسمشر ولامیرپوتین د سې شنبې په ورځ کړی و، چې سمدستي پرون د سپینې ماڼۍ د ویاند جوش ارنسټ له خوا ردشو.
واشنګټن او مسکو چې دواړه په سوریه کې هوایي عملیات مخ ته وړي، د دې لپاره چې د پوځونو ترمنځ یې تصادفي پیښې رامنځ ته نشي، په خپلو کې خبرې کړې دي.
خو واشنګټڼ د پراخې همغږي په اړه خبرې رد کړي او ویلې یې دي چې ترهغو به دغه خبرې ونکړي چې روسیه د بشارالاسد د رژیم ملاتړته ادامه ورکوي.
ایرنسټ وویل، موږله دې خبرو سره ترهغو علاقمندي نه لرو چې روسیه زموږ په هغو هڅو کې چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد یې مخ ته وړو رغنده همکاري ته حاضره نه وي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکو په دې اړه چې امریکا د خبرو د پیلیدو وړاندیز ردکړ، خواشیني څرګنده کړه.