د بې پولي ډاکټرانو نړېواله موسسه وایي، د وروستیو څیړنو له مخې معلومه شوې ده چې په کندز کې د اکتوبر په دریمه د دوی پر یوه روغتون په بمباري کې د دوی دوه نور ډاکټران هم وژل شوي دي.
مخکې د ۲۲ کسانو د وژلو راپورونه ورکړل شوي وو. د دې روغتون ۹ ناروغان لاهم تري تم دي.
په دې ترڅ کې د حقیقت موندنې یو خپلواک کمیسیون ګمارل شوی دی او وایي چې د تحقیقاتو لپاره چمتو دی.
د سویس د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل، دې کمیسیون د خپل کار د پیلیدو لپاره د افغانستان او امریکا حکومتونو ته خپل وړاندیز استولی دی.
بې پولي ډاکټرانو د دې کمیسیون چمتوالی ستایلی دی.