د پکتيکا په يحيى خېلو کې ولسوالۍ کې چاودنې دوه تنه وژلي

د پکتيکا په يحيى خېلو کې ولسوالۍ کې چاودنې دوه تنه وژلي او شپږ نور ټپیان کړې دي.

د یحیی خیلو ولسوال موسی ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د هغو چاودیدونکو موادو له امله شوې چې د فوټوکاپي پر یوه دوکان کې ځای پر ځای شوي وو.

بل خوا د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا پر یوه کور د هوان مرۍ لګیدلی.

د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل چې پیښه نن سهار شوې او له امله یې د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی او بل ټپي دی.