چارواکي: د کندز تخار د لویې لارې په اوږدو کې عملیات پای ته رسیدلي

د کندزامنیتي چارواکي وایې چې د کندز تخار د لویې لارې په اوږدو کې عملیات پای ته رسیدلي او دا لاره بیرته د خلکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني ازادي راډيو ته وویل، افغان ځواکونه په دې وتوانیدل چې په دې لاره کې د وسله والو مخالفانو له خوا جوړ شوي موانع له منځه یوسي.

د کندز تخار په لویه لاره کې وسله والو طالبانو نژدې ۱۴ ورځې فزیکي حضور درلود او د دولتي مامورینو په ګډون ډيری کسان نشو کولی چې له دې لارې تګ راتګ وکړي.