اسلامي دولت سخت دريځې ډلې له مسلمانانو د امریکا او روسيې پر وړاندې د جهاد غوښتنه کړې ده.
د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش وياند ابومحمد العدناني په يوه غږيز پيغام کې چې پرون خپور شو، ويلي چې د هرځای مسلمان ځوانان بايد د روسانو او امريکايانو د صليبي جګړې پر ضد جهاد پيل کړي.
امریکا او روسيه په سوريه کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پرضد جلا هوايي کمپاينونه پرمخ وړي او وايي چې دغه ډله په نخښه کوي.
خو واشنګټن وايي چې د مسکو کمپاين ډېری نورې سخت دريځې ډلې په نخښه کوي چې په کې هغه هم شامل دي چې له داعش سره جګړه کوي. روسيې دا تورونه رد کړي دي.
د روسیې دوه اوونيز هوايي کمپاين د سوريې ولسمشر بشا الاسد خوندي کړی دی او امريکا يې له ستونزو سره مخامخ کړې ده چې غواړي د بشار اسد مخالفينو ته د نظامي ملاتړ پروګرام پر مخه يوسي.