د مشرانو جرګي یو شمېرغړي او افغان څيړونکې وایې، دوو کسانو ته د یوه کمیسیون د ریاست سپارل یوه نوې تجربه ده او ښه نتیجه به ونه لري.
دا خبرې وروسته له هغې مطرح کېږي چې ولسمشرغني د یکشنبې په ورځ د کندز ښار د سقوط په اړه د څیړنې لپاره د یوه کمیسیون ریاست ته د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح او د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردګ وټاکل.
په عین حال کې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ازادي راډيو ته وویل، د دغه هییت ته د دوو کسانو ګمارل مثبت ګام دی او د کارونو نتایج به یې هم قانع کوونکې وي.
په دې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ:
Your browser doesn’t support HTML5