مهمند: پر فعاله شوو فني وسایلو به د کانکور ازموینه شفافه شي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د امریکا د متحدو ایالاتو په مرسته یې داسې فني وسایل فعال کړل چې د کانکور ازموینه به شفافه کړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو نړېوالې پراختیايي ادارې د سه شنبې په ورځ د کانکور د ازموینې د پروسې د شفافیت لپاره یو لړ پرمختللي فني وسایل د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ریاست کې فعال کړل.

د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مهمند وویل، دا وسایل به د کانکور د پروسې ګڼې ستونزې اوارې کړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر، لوړې زده کړې د افغانانو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره مهمې وبللې او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې به له افغانستان سره نورې مرستې هم وکړي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

مهمند: پر فعال شوو فني وسایلو به د کانکور ازموینه شفافه شي