جمهوري رياست وايي، د رسنيو بشپړې خپلواکۍ ته درناوى لري او د هر خبريال يا هم مطبوعاتي بنسټونو د خونديتوب هڅه کوي.
د جمهوري رياست په مطبوعاتي اعلاميه کې راغلي چې جمهوري رياست د افغانستان دوو داخلي ټلويزيونونو ته د وسلوالو طالبانو له خوا وروستى ګواښ غندي او له ديني او ملي اصولو سره يې په ټکر کې ګڼي.
په وروستيو کې وسلوالو طالبانو طلوع او يک ټلويزيونونو ته ګواښ کړى دى.
بله خوا په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د دفاع ځينو ټولنو دغو خصوصي تلویزیونونو ته د وسله والو طالبانو خبرداری ټولو رسنیو ته ګواښ ګڼلى دى.
يوناما هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.