د افغانستان د ولسي جرګې يو هيئت به نن روسيې ته سفر وکړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې يو هيئت نن روسيې ته سفر وکړي.

دغه هيئت به په افغانستان کې د داعش او نورو دولت ضد وسلوالو ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره د روسيې د پوځي مرستې غوښتنه وکړي.

داسې اندېښنې شته چې روسيه ښايي د سوريې په څېر په افغانستان کې هم د داعش ډلې په وړاندې هوايي عمليات پيل کړي.

خو د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد نذير احمدزي چې د ولسي جرګې د درې کسيز هيئت مشري کوي ازادۍ راډيو ته وويل دوى به هلته په څرګنده ووايي چې افغانستان پر خپله خاوره د بل چا عملياتو ته اجازه نه ورکوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون په مسکو کې يوه کنفرانس ته وويل:

((موږ تيار يو چې د افغان ځواکونو د وړتياوو له لوړېدو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړو.))

د جمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم هم په وروستيو کې روسيې ته سفر درلود.