ولسمشر اشرف غني په هېواد کې پانګوالو او سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو تینګار کوي.
د جمهوري ریاست به خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشرغني تېره شپه له یو شمېر پانګوالو او سوداګرو سره کتلي او ویلي یې دي چې په دغو دواړو برخو کې باید د سالمې سیالۍ لپاره زمینه برابره شي.
ولسمشر غني دغه شان د اقتصادي عالي شورا جوړولو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه شورا به راتلونکې اونۍ د هېواد په یو شمېر مهمو اقتصادي مسایلو بحث وکړي.