کندز: د شیرخان بندر او کابل ـ کندز لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملیاتو به نتېجه کې تېره شپه د شیرخان بندر او کابل ـ کندز لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د کندزامنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د وسله والو مخالفینو له شتون د پاکوالي په هدف په چهار درې ولسوالۍ او ګل ټیپې سیمه کې هم تصفیوي عملیات روان دي.

ښاغلي جنګل باغ ډاډ ورکړ چې په کندز کې امنیتي وضیعت ښه شوی او له بې ځایه شویو یې وغوښتل چې بېرته خپلو کورنو ته راشي.