یوناما په کندهار کې د خپل د یوه کارکوونکي وژنه غندلې ده

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په کندهار کې د خپل یوې کار کوونکې پر وژل کېدو انديښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه په کلکه غندلې او ویلي دي چې د خپل کارکوونکي په وژل کېدو خواشیني دي.

له بلې خوا د کندرهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم تاییدوي چې د یوناما یوه ښځینه کار کوونکي د دې ښار په څلورمه ناحیه کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې ده.

دوی وایي چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي.