د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو وایي چې د دوو انتحاري حملو په اړه څیړنه کې به د اسلامي دولت پرسخت دریځې ډلې تمرکز وشي.
وړمه ورځ د ترکیې په پلازمینه انقره کې په چاودنو کې لږترلږه ۹۷ تنه ووژل شول.
د ترکیې له ان. ټي. وي NTV ټلویزیون سره نن په مرکه کې داود اوغلو وویل چې څیړونکي د ډي. ان. اې ازمایښتونو په نتیجه کې دې ته ډېر نژدې شوي چې د یوه مشکوک حمله کوونکي هویت معلوم کړي.
داودو اوغلو وویل، د دغې حملې هدف د پارلماني انتخاباتو پرنتیجو سیوری غوړول وو. ټاکل شوې ده چې دغه انتخابات د نومبرپه لومړۍ نیټه ترسره شي.
هغه وویل چې که دا وموندل شي چې امنیتي نیمګړتیاوو له دغو حملو سره مرسته کړې؛ نو به لازم اقدامات وشي.
دغه دوه چاودنې د څوثانیو په توپیرپه داسې حال کې وشوي چې د کُردي پلوو فعالانو او مدني ټولنو له خوا د هېواد په جنوب ختیځ کې د کردي وسله والو او د ترکیې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې په وړاندې د اعتراض په توګه په تنظم شوي لاریون کې په سلګونو کسانو ګډون کړی و.
کُرد پلوه د خلکو ډموکراتیک ګوند د وژل شویو رقم ۱۲۸ ښودلی.