اېزدیار: په حکومت کې مقررۍ د اړیکو له مخې کیږي

د مشرانو جرګې ادارې پلاوی وایي چې په حکومت کې مقررۍ د وړتیا او لیاقت په اساس نه بلکې د اړیکو له مخې کیږي.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار چې نن یې د جرګې مشري کوله؛ وویل چې په حکومتي ادارو کې ټاکنې د قوم؛ سمت او ډلې له مخې کیږي.

یوشمېر نورو سناتورانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ولسمشر او اجراييه ریاست غواړي چې خپل پلویان په دندو وګماري.

خو د حکومت اجراییه ریاست دا خبره ردوي او وايي چې تراوسه په حکومت کې ګمارنۍ د پوهې او مسلک له مخې شوې دي.