د بلخ په سرحدي سیمو کې د المان۳ په نامه پوځي عملیات پای ته ورسېدل

د بلخ امنیې قومندانۍ چارواکي وایې چې د بلخ په سرحدي سیمو کې د الماس ۴ په نوم پوځي عملیات نن پای ته ورسېدل.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري آزادي راډیو ته وویل، چې دا پوځي عملیات ۵ ورځې دمخه د بلخ ولایت په چهاربولک؛ زارع، چمتال او نهر شاهي ولسوالیو کې ترسره پیل شوي وو.

د هغه په خبره چې یاد عملیات په لرو پرتو سیمو کې د دولت د مخالفو وسلوالو د پټن ځایونو په لمنځه وړلو او د نهر شاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۷ تنه ترهګرو په نیولو سره پای ته رسیدلي.

د هغه په خبره چې له څيړنو وروسته به د نیول شویو کسانو دوسیې قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.