مصر له فرانسې څخه دوه میسټرال ډوله جنګي کښتۍ رانیسي

مصر له فرانسې سره يو تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې مصر له فرانسې دوې ميسټرال ډوله جنګي کښتۍ رانيسي.

دغه جنګي کښتۍ په اصل کې د روسيې لپاره ډېزاين شوې وې؛ خو د اوکراين په شخړه کې د مسکو د رول له کبله فرانسې له روسيې سره خپل هغه تړون فسخ کړ.

دغه تړون پرون د فرانسې د صدراعظم مانويل والس له خوا په قاهره کې لاسليک شو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې له خپل مصري سيال عبدالفتاح السيسي سره د جنګي بېړيو پر خرڅلاو موافقې ته رسېدلى دى.

دغه جنګي بېړۍ چې هره يوه ١٤ څرخي الوتکې؛ څلور ساحلي بېړۍ او ١٣ ټانکونه لېږدولاى شي، په ٢٠١١م کال کې يې روسيې د يو اعشاريه څلورو ملياردو ډالرو په ارزښت د يوه تړون له مخې د جوړولو فرمايش ورکړى و.