امریکا او متحدانو یې پرون له افغانستان د خپلو ځواکونو په اېستلو کې پر خپله پخوانۍ بېړه بیاکتنې ته لېوالتیا وښوده.
د امریکا دفاع وزیر وویل، داسې ښکاري چې واشنګټن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو مخکینۍ پرېکړه چې لس زره کسیز ځواک به د یو سفارت د امنیتي ډلې تر کچې راټیټ کړي؛ بېرته اخیستې ده.
اشټن کارټر پرون په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته وویل؛ څو هېوادونو لېوالتیا ښودلې چې له افغانستانه د پوځي ځواکونو د اېستلو پرېکړه وځنډوي.
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټېنبېرګ وویل چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د مودې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
((د غوڅ ملاتړ د ماموریت د مودې او څرنګوالي په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. هغه څه چې روښانه دي دا دي چې ناټو به له افغانستانه ونه وځي او موږ به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.))
د ناټو عمومي منشي وویل، ناټو له یوې خوا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د څرنګوالي او د سرتېرو د شمېر په اړه بحث کوي او بل خوا د ځواکونو د جغرافیايي موقعیت په اړه هم غور کوي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور د دوام مساله وروسته له هغه بیا رابرسېره شوه چې کندز ښار د وسله والو طالبانو د برید په نتیجه کې سقوط وکړ.