یو امریکا چارواکی: د روسیې له خوا پر سوریې ویشتل شوي ۴ کروز توغندي په ایران کې لګېدلي

د امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې، څلور کروز توغندي چې روسیې په سوریه کې ځینې اهداف پرې په نښه کړي وو؛ په ایران کې لګېدلي دي.

دا چارواکي چې نومونه یې نه دي ښودل شوي؛ وايي، معلومه نه ده چې آیا د دې توغندیو چاودنو به کوم زیان اړولی وي کنه. همداراز دوی د دې توغندیو د لګېدلو ځای هم نه دی ښودلی.

د روسیې دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.

مسکو د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کسپین سمندرګي کې د روسیې له پوځي کشتۍ څخه ۲۶ کروز مېزایلونه توغولي دي چې د سوریې په شمال لویدیځ کې یې ځینې اهداف ویشتلي دي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټېنبېرګ تېره ورځ په سوریه کې د روسیې د پراخېدونکو پوځي فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړ او دا په داسې حال کې ده چې دمشق د روسیې د نورو بمباریو په مرسته د پراخو ځمکنیو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی.

د سوریې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډګرجنرال علي عبدالله ایوب پرون وویل چې دې حملو د اسلامي دولت ډله کمزورې کړې او له دې سره پوځ ته دا موقع په لاس ورغلې چې د ښارونو او کلیو د بېرته نیولو په مقصد پراخ عملیات پیل کړي.

مسکو د لویدیځ دا تورونه ردوي چې وايي؛ د روسیې په بمباریو کې اصلاً د ولسمشر بشاراسد د رژیم مخالفین په نښه کېږي.