رحیمي: وسله والو د غزني د مرکز ناامنه کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي

د غزني د ولایتي شورا ځيني غړي وایې، وسله والو د دغه ولایت د مرکز ناامنه کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمې رحیمي نن په کابل کې په یوې غونډې کې د وینا پر مهال د کندز د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې حکومت باید د غزني امنیت ته هم پام وکړي.

میرمن رحیمي وویل، چې په غزني کې د اسلامي کمانډو په نوم وسله والې ډلې په وروستیو کې د دغه ولایت اوسیدونکي زیات اندیښمن کړي دي.