ملي امنیت: په کابل کې د حقاني شبکې د یوې تهاجمي حملې مخنیوی شوی

د ملي امنیت عمومي ریاست وایې، په کابل کې د حقاني شبکې د یوې تهاجمي حملې مخنیوی شوی دی.

د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې راغلي، چې دغې پنځه کسیزې ډلې غوښتل په کابل کې د دفاع پر وزارت ډله ییز حمله وکړي چې دوه تنه یې تر حملې مخکې د دغه ریاست له خوا و نیول شول.

بیان زیاتوي چې دغې تروریستي ډلې غوښتل لومړی د یوه ټونس موټر په واسطه چې په کې ۲۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوي وه، دفاع وزارت ته څیرمه چاودنه وکړي او بیا دغه وزارت ته ورننوځي.

خو د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې دغه چاودیدونکي مواد د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې تر موندلو وروسته وچول شول او دغه حمله شنډه شوه.

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دې کسانو کله په کابل کې د حملې پلان درلود.