د ایران سترمذهبي مشرایات الله علي خامنه یي د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ پر هر ډول نورو خبرو اترو بندیز ولګاوه.
دغه اقدام پر هغو معتدلو یا منځلارو یو ګذار دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لسیزو کړکیچنو اړیکو د ښه کیدو هیله من دي.
خامنه یي دا خبره پرون د سپاه پاسداران د ځواک له قومندانواو نور پرسونل سره په یوه غونډه کې وکړه.
خامنه یي له دې مخکې تیره میاشت وروسته له هغې چې له لویدیځ قدرتونو سره اټمي موافقه وشوه ورته خبره کړې وه او ویلي یې وه چېله متحدو ایالتونو سره به نورې خبرې ونه شي.