رحمن: د کابل د امنیت د ښه والي په هدف لازم تدابیر نیول شوي

د کابل د ګارنیزیون عمومي قومندان وايي چې د کابل ولایت د امنیت د ښه والي په هدف یې لازم تدابیر نیولي دي.

سترجنرال عبدالرحمن رحمن د ازادي راډیو د حقیقت څه دی په پروګرام کې وویل چې جګړه پر افغانانو تحمیل شوې خو افغان ځواکونه هوډ لري چې له ټول توان سره د وسله والو مخالفینو هدفونه له منځه یوسي.

ښاغلي رحمان همدا راز وویل چې وسله وال مخالفین ځینې وختونه د غیرمسوولو وسله والو، زرهي موټرو او زورواکو کسانو څخه خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره ګټه اخلي.

صفي الله ستانکزي له ښاغلي رحمان سره په دې پروګرام کې خبرې کړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟