د ګوانتانامو په زندان کې د تروریزم په تور بندي افغان ته د خوشې کیدو اجازه ورکړل شوه

د امریکا متحده ایالاتو هغه افغان ته چې څه باندې یوولس کاله یې د ګوانتانامو په زندان کې د تروریزم په تور ساتلی و، د خوشې کیدو اجازه ورکړې ده.

پنټاګون وویل، هغې ډلې چې د بندیانو پر دوسیو بیا غور کوي سپارښتنه کړې ده چې محمد کامن دې له دې زندانه وایستل او بل ځای ته ولیږدول شي.

څیړونکې ډله دې نتیجې ته رسیدلې چی کامن د خپلو تیرو فعالیتونو په اړه صادق و، د ګوانتانامو یوله هغو بندیانو و چلند یې ښه و او د هغه د بند په موده کې هیڅ داسې شواهد نشته چې ده افراطي نظریات یا د امریکا ضد احساسات څرګند کړې وي.

د څیړنیز کمیسون پریکړه دا مانا لري چې کامن کولای شي ولیږدول شي. په دغه وضعیت کې د یوه بندي خوشې کیدل له هغه هېواد سره په خبرو پورې تړلی دی چی دغه بندي مني، ښایي هغه یې خپل هېواد یا هم دریم هېواد وي.

نوموړی د القاعده په ګډون له سخت دریځو ډلو سره د یوځای کیدو په تورپه ۲۰۰۳ کال کی افغان چارواکو نیولی و او په ۲۰۰۴ کال ګوانتانامو ته لیږدول شوی دی.