مسکو وایي، دې ته چمتو دی چې د سوریې له اصلي اپوزسیون ډلې، د سوریې ازاد پوځ، سره تماس ټینګ کړي څو د دغه هېواد د شخړو هواري ته یوه سیاسي حل لاره پیدا شي.
لویدیځ د دې ډلې ملاتړ کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سوریې ازاد پوځ ډله دې د خبرو له لارې د سوریې له حکومت سره ستونزې هوارې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروفا همدا راز وویل چې ماسکو دې ته چمتو دی چې د بشار الاسد له ځواکونو او د سوریې د ازاد پوځ له ډلې سره یوځای همکاري وکړي څو د اسلامي دولت ډله او نورې ترورستي ډلې له ماتې سره مخامخ شي.
د سوریې ازاد پوځ، د بشارالاسد له رژیم سره چې ماسکو یې ملاتړ کوي، په جګړه دی.