مسکو او ریاض د نړۍ د تېلو د بازارونو د وضعيت په اړه خبرې کړي

د روسیې د انرژۍ وزير وايي، مسکو تېره اوونۍ د نړۍ د تېلو د بازارونو د وضعيت په اړه له سعودي عربستان سره خبرې کړي دي.

د الکساندر نوواک په وينا، دواړو لورو موافقه کړې ده چې په دې اړه به خپلو خبرونو ته ادامه ورکړي.

روسيې چې اوس د نړۍ د تيلو تر ټولو لوی توليدوونکی هېواد دی؛ پخوا له خپل سيال سعودي عربستان سره د همکارۍ څخه ډډه کړې وه.

سعودي عربستان اوسمهال د اوپيک په سازمان کې تر ټولو ستر تېل توليدوونکی هېواد دی.

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بيې کموالي د روسيې اقتصاد ته جدي ضربه رسولې ده. ويل کیږي، سعودي عربستان هغه هېواد دی چې د تېلو بيه يې په نړېوالو بازارونو کې ټيټه ساتلې ده.